• Delete
  • Edit

About

Darulkhair Afghanistan is located at 25000 Kunduz, Afghanistan. They can be contacted via phone at +93 789072118 for more detailed information.

Organization by the name of Dar-ul-Khair in 1387 in District Imam Sahib Kunduz Province where he has been serving with his colleagues the humanity.

Tags : #City

Location :
25000 Kunduz
Contacts :

Added by Jopie, at 01 January 2020

Description

بسم الله الرحمن الرحیم

د دارالخیر(خیر کور) د ټولنېزې ټولنې تاریخچه !

د دارالخیر (د خیرکور) ټولنیزې ټولنې د لمړي ځل د پاره په ۱۳۸۷ ه ش کال د افغانستان د کندز ولایت د امام صاحب په ولسوالۍ کې د لومړي ځل لپاره خپل فعالیت پیل کړ .

ددې ټولنې د مؤسس او بنسټ اېښودونکي استاد عبد الله صافي په وینا پر هېواد د شوروي د سره لښکر د یرغل پرمهال د دوی کورنۍ هم د نورو افغانانو په څېر ګاونډي هېواد پاکستان ته کډه وکړه.

د هجرت له سختیو او ستونزو له تیرولو وروسته په ۱۳۸۵ کال د نورو کډوالو په څیر دوی هم خپل هېواد ته په داسې حال کې راستانه شول، چې پر هېواد دسره یرغل په پایله کې د مادي ارزښتونو تر څنګ معنوي ارزښتونه هم په بشپړه توګه زیانمن شوي ؤ.

زموږ په ګران هېواد افغانستان کې چې یو وخت د علم او پوهې ټاټوبی وه ښوونیز بنیادونه، قرآني حلقات، دیني ارزښتونه، نبوي اخلاق، انساني روش، متقابل احترام، په بشپړه توګه زیانمن شوی ؤ.

لنډه داچې د علم او پوهې، کتاب او قلم ځای ټوپک نیولی وه، چې دغه کار د هېوا دتنکیو ځوانانو او ماشومانو په ذهنونو هم ناوړه اغیزه کړې وه، آن تر دې چې یوه ورځ یوه ډله تنکیو او ګلالیو ماشومانو خپل ملګري په دوه ډلو سره وېشلي وه او د یو بل پر وړاندې یې مورچلې نیولې وې، او یو پر بل یې د کاڼو او ډبرو ګذارونه کول.

د ټولنې د بنسټ ګر په وینا چې دغه کار د یوه بااحساس او په وطن مین افغان په حیث ډیر خواشینی کړم او په زړه کې د هېواد د راتلونکي په اړه په یو لړ سوچونو کې ډوب شوم، خو تر هرڅه وړاندې مې لومړی داماشومان له خپلو سنګرونو را پاڅول او ورته مې وویل:

ددې هېواد راتلونکې ستاسې په لاس کې دی، تاسې ددې خاورې راتلونکي واکداران یاست، خپل وخت په بې ځایه کارونو، لهو لعب مه تیروﺉ، همدا اوس خپلو کورونو ته ستانه شی، پاکې جامې واغوندﺉ، او له خپلو پلرونو سره یوځای د جمعې لمونځ ادا او په هېواد کې د دوامداره سولې په موخه د دعا لاسونه پورته کړﺉ.

هېواد ستاسې په شان تنکیو زلمو ته اړتیا لري، دا هېواد ستاسې په مټو ابادېږي نه د پردیو په لاس، تاسو یاست چې په خپلو مټو باندې د هېواد سړکونه، ښوونځي، مسجدونه او نور عام المنفعه ځایونه ابادوۍ او خپلو راتلونکو نسلونو ته یو با ثباته افغانستان جوړوۍ.

څو په راتلونکي کې زموږ ځوانان پردیو هېوادونو ته د مزدورۍ او خویندې مو په پردیو هېوادونو کې د سوال ځولۍ ونه غوړوي، او ټول په خپل هېواد کې د هوسا او ارامه ژوند خاوندان واوسو.

لیکوال وړاندې کاږي،چې له دومره ناخوالو سره سره بیاهم ناهیلی نه شوم، او له ځان سره مې وویل چې:

دلته به بیا دځوانانوسپیڅلي احساس راژوندي شي اوخپل مسئولیتونه به وپیژني، دلته به بیا مشر مشر وي او کشر کشر، دلته به بیا اکثریت دپخوا په څیر اقلیتونه په خپل غیږکې ونیسي، دلته به بیا دهرغریب په شونډو موسکا خوره وي، دلته بیا زما ژبه دسولې او مایک ژبه وي، دلته به بیا چارواکي ځانونه دولس خدمتګاران وګڼي، دلته بیا پارلمان زمادراتلونکي نسل دپرمختګ لپاره پریکړې کوي، دلته به بیا د قلم عزت او له ټوپک څخه نفرت پیداشي.
خو! داهرڅه هله کیږي چې کله زه اوته دبدلون اراده ولرو، خیرکه په دې لاره کې ستونزی ډیرې هم وي بیا هم ناهیلي کیږو به نه، یوه ورځ به زموږ دغه هلې ځلې رنګ راوړي ځکه چې الله ج په قران کې فرمایلي ژباړه ( ترهغوپورې دیو قوم حالت نه بدلوم، ترڅویې چې خپله دبدلون اراده نه وي کړي) نو تر خبرو، هغو دغو به ښه وي چې ځوان پوړ د ځوان اند په لرلو سره رامخې ته شي او خپل مسؤليت آدا کړي، نو راځی وروڼو چې په ټینګ عزم او اراده د دغو هیلو د سرته رسولو لپاره مټې ونغاړو او مخ په وړاندې ولاړشولکه چې شاعر وايي .
کوم یو کار دی په دنیا کې چې نه کېږي

خو محنت غواړي هم وخت غواړي هم صبر

داچې په ېو هېواد کې ځوانان د بدبختیو د مخنیوي او د هېواد د ابادۍ په برخه کې مهم رول لوبولی شي، نو پدې برخه کې مود هېواد د پرمختګ او ابادۍ د پاره له یو شمیر خواخوږو او دوستانو سره سلا مشورې شروع کړې، چې تر سلا او مشورو وروسته مو د دارالخیر( د خیر کور ) په نوم ټولنیزې ټولنې جواز د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت د عدلیې وزارت څخه ترلاسه کړ، څو د هېواد بچیانو ته د خدمت جوګه شو، چې د لوی خدای په فضل سرمو ددې ټولنې په بنیاد تر اوسه پورې هېوادوالو ته لاندې خدمتونه کړیدي:

۱: د اسلامي ثقافت په نوم د یوه سترتعلیمي مرکز او یو پراخ کتابتون جوړول، چې نارینه او ښځینه پکې په وړیا ډول زده کړې ترسره کوي.

د دارالخیر( خیر کور) د ټولنېزې ټولنې اهداف په لاندې ډول دي:

۱: د مساجدو ترمیم او جوړول؛

۲: د قراني حلقاتو تاسیس او جوړول؛

۳: د مساکینو او معیوبینو سره مرسته او همکاري؛

۴: د یتیمانو پالنه او هغوی ته د زده کړې زمینه برابرول؛

۵: د اخلاقي فساد او مخدره موادو د مخنیوي په موخه وعظ او نصیحت او د سیمنارونو دایرول؛

۶: د قرانکریم او نبوی احادیثو په رڼاکې د ښځو د حقوقو بیانول؛

۷: د څښاک دپاکو اوبو د برابرولو په موخه د کوهیانو کیندل؛

د افغانستان او نړۍ له ټولو خلکو نه په درنښت هیله کېږي، چې د بشر پالنې په برخه کې نه ستړي کېدونکې هلې ځلې وکړي، په ځانګړي ډول د ښوونې روزنې په برخه کې، همدا راز په کور دننه او بهر له افغان پانګوالو غوښتنه کوو، چې د دارالخیر له ټولنې سره د خپلې ایماني او وجدانې وجیبې د پوره کولو په موخه خپل صدقات، عشر او زکات له یادې ټولنې سره په عزیزي بانک کې د یاد بانکي حساب له لارې ونه سپموي:

د دارالخیر د ټولنې د افغانیو حساب اکاونټ نمبر (000501100171668)

د دارالخیر د ټولنې د ډالري حساب اکاونټ نمبر (000501200171723)

د مرکزي دفترپته: د دارالخیر ټولنیزه ټولنه، د کندز ولایت، د امام صاحب ولسوالۍ، اوله ناحیه، احمد آباد.

د اړیکو شمېرې: 93 789072118 + 93 786733720 +93 799855404+

برېښنالیک: darulkhair_sf@yahoo.com

ویب پاڼه:

د دارالخیر د ټولنیزې ټولنې د مؤسس بیوګرافي

استاد عبدالله صافی د الحاج اسد الله خان صافي زوی، د مرحوم ارباب محمد قبول "صافي"وراره
او د محمد عیسی "صافي" لمسی د کندز ولایت د امام صاحب ولسوالۍ د احمد مسجد په سیمه کې د 1356 هجري شمسي کال د تلې د میاشتې په لومړۍ نیټه په یوه متدینه او دینداره کورنۍ کې دې نړۍ ته سترګې وغړولې.

پر ګران هېواد افغانستان د شوروي د سره لښکر د یرغل پر مهال د نورو هېواد والو په څیر د دوی کورنۍ هم ګاونډي هېواد پاکستان ته کډه وکړه او د پښتونخوا صوبې د دیر ضلعې د تیمرګرې په کیمپ کې یې د نورو هېوادوالو په څېر د کډوالۍ شپې او ورځې تیرولې.

د هجرت او کډوالۍ د ستونزو سره سره هم د نوموړي د کورنۍ د غړو په هڅو او هاند د هغه د روښانه راتلونکي په موخه استاد صافي د لومړي ځل د پاره د تېمرګرې په ابتدایه ښوونځي کې شامل او په نوموړي ښوونځي کې یې له الف او ب نه خپلې زده کړې پیل کړې، چې وروسته د یادې سیمې د الفاروق پبلک سکول په منځني ښوونځي کې شامل شو.

ښاغلي صافی له وخت نه په ګټې اخیستنې سره د ښوونځي تر څنګ خپلو دیني زده کړو ته هم اوږه ورکړه، چې په پای کې د ۱۳۷۶ هجري شمسي کال د سید جمال الدین افغاني له لیسي نه په عالي درجه فارغ شو.

استاد صافي له فراغت وروسته هم کرار کینه ناست او د نورو زده کړو په لټه کې شو، چې پدې برخه کې یې دیو شمیر شخصي کورسونو سندونه هم ترلاسه کړیدي:

۱: د سعودي عربستان د سرې میاشتې د تعلیمي مرکز E-P-I سرټیفکیټ؛

۲: د پېښور نالج هاوس د انګلیسي ژبې سر ټیفکیټ؛

۳: د الرضا اکاډمۍ څخه د کمپیوټر زده کړو سر ټیفکیټ؛

۴: د (اللجنة الشعب الافغانیة) افغانستان څخه د عربی زدکړو سر تیفکیټ؛

استاد عبدالله صافی د نورو لوړو زده کړو هیله هم لري، خو دا لانده معلومه چې وخت به ورباندې څنګه او څه ډول لورونې وکړي.
د اړیکو شمېرې: 93 789072118 + 93 786733720 +93 799855404+

برېښنالیک: darulkhair_sf@yahoo.com | info@darulkhair.org.af

ویب پاڼه: www.darulkhair.org.af

ادرس: امام صاحب، کندز

Add missing information

Add email
Add website
Add opening hours
Add photos
Add Social Media
Add Products and Services

Reviews

No reviews yet. Be the first to add a review.

Rate & Write Reviews